د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلېنسکي وایي، د شمالي کوریا هغه یوشمیر سرتیري مړه شوي دي چې د روسيې ځواکونو تر څنګ د جګړه پرمهال سخت ټپي شوي او د جګړې په ډګر کې اوکراینيو ځواکونو نیولي وو.
ولسمشر زیلینسکي مسکو تورنه کړې چې د دې سرتیرو د ژوندي پاتې کیدو چندان پروا یې نه لرله.
د اوکراین ولسمشر د امریکایي چارواکو د مخکینیو څرګندونو په تایید وویل، هغو سرتیرو ته چې د پیونګ یانګ له خوا روسیې ته لیږل شوي، د دې هیواد په کورسک سیمه کې په جګړه کې ورته ډیره مرګ ژوبله اوښتې ده.
د اوکراین ولسمشر مسکو او پیونګ یانګ تورن کړل چې په جګړه کې یې دغه سرتیري بې دفاع پریښي او د دې لپاره چې ژوندي ونه نیول شي، ان هغوی اعداموي.
ولسمشر زیلینسکي وویل اوکرایني سرتېرو یو شمېر کوریايي سرتېري ونیول خو هغوي ډېر زخمیان وو او بچ نه کړل شول.
نوموړي د خپلې دې ادعا لپاره کوم ثبوت وړاندې نکړ او د دعوې په خپلواکه توګه تصدیق نه دی شوی.
د اوکراین ولسمشرداهم په ډاګه نکړه چې د شمالي کوریا څومره شمیرسرتیري د جګړې په ډګر کې له ټپي کیدو او د اوکرایني ځواکونو له لوري له نیول کیدو وروسته مړه شوي دي.
مخکې د جنوبي کوریا استخباراتو وویل چې د دوی یو سرتېری په کورسک سیمه کې د اوکرایني سرتېرو لخوا تر نیول کېدو مخکې د سخت ټپي کېدو له امله مړ شو.