د لاسرسي ځای

تازه خبر

د "پښتو میوزیک انسټیټیوټ" پرانستل شو


د سویډن په مالمو ښار کې د پښتو میوزیک انسټیټیوټ پرانیست غونډې مراسم.
د سویډن په مالمو ښار کې د پښتو میوزیک انسټیټیوټ پرانیست غونډې مراسم.

د پښتو میوزیک انسټیټیوټ په نامه د پښتو موسیقۍ ساتلو او د هغې د پرمختګ لپاره ځانګړې اداره پرانیستل شوه.

د یادې ادارې پرانیست غونډه د دسمبر پر ۲۷مه د سویډن په مالمو ښار کې ترسره شوه چې یو شمېر پوهانو ورته ویناوې وکړې.

دوی په خپلو ویناوو او څېړنو کې دې ته پام را وګرځاوی چې د عصري ننګونو په وړاندې د پښتو موسیقۍ خوندي کول څومره مهم دي.

دې غونډې ته د پښتو میوزیک انسټیټیوټ مشر او نومیالي سندرغاړي هارون باچا د یادې ادارې د رامنځ ته کولو پر بهیر او هلو ځلو رڼا واچوله.

هغه وویل چې په کابل، جلال اباد، کندهار، پېښور او کوټه کې له څېړنو نیولې په امریکا اروپا او اسټرالیا کې تر سلا مشورو وروسته یې د پښتو موسیقۍ خونديتوب لپاره دا لومړی ګام اخیستی دی.

هارون باچا د موسیقۍ له لارې د سولې لپاره پر کار کولو او د هنرمندانو د راتلونکي نسل پر هڅولو ټینګار وکړ.

د پښتو میوزیک انسټیټیوټ مخکښ څېړونکي ډاکټر عطاالله سعیدزي دې غونډې ته د هغې څېړنې پایلې وړاندې کړې چې دوی د هنرمندانو په وړاندې د پرتو ټولنیزو، کلتوري او اقتصادي ننګونو په اړه کړې وه.

نوموړي هغه ستونزې هم په ګوته کړې چې په ځانګړې توګه ښځینه هنرمندانې ورسره مخامخ دي.

ډاکټر عطاالله سعیدزي وویل چې د دوی څېړنې دا یو یېړنۍ اړتیا په ګوته کړې ده چې د پښتو موسیقۍ د خونديتوب لپاره کار وشي او د یونیسکو په څېر ادارو له خوا نړیوالو ته ور وپېژندل شي.

د پښتو میوزیک انسټیټیوټ د اداري ډلې غړي مشتاق رحیم د دې ادارې پر جوړښت او هدفونو رڼا واچوله.

د غونډې ګډونوال
د غونډې ګډونوال

نوموړي دا هم وویل چې د دوی اداره به دې ته هم پام کوي چې په ټولنه کې موسیقۍ او هنرمندانو ته د قدر ورکولو لپاره پوهاوي رامنځته کړي.

کلتور پوه او لیکوال غفور لیوال د مېلمه ویناوال په توګه غونډې ته د وینا پر مهال پر دې خبره وکړه چې څنګه استعماري قوتونو د پښتنو د یووالي مخنیوي لپاره پښتو موسیقي ځپلې ده.

نوموړي وویل، "موسیقي نه حرامه او نه حلاله ده، بلکې دا د اوبو په څېر ضروري ده او د موسیقۍ ژوندي کول د شناخت ژوندي کول دي."

د تعلیم لپاره مبارزه کوونکي ضیاالدین یوسفزي غونډې ته په لېږلي ویډیويي پېغام کې وویل چې موسیقي زړه سره نښلوي او پښتو موسیقي د سولې نړیواله ژبه ګرځېدای شي.

د پښتو میوزیک انسټیټیوټ مشرتابه وايي، دوی هیله لري چې پښتو موسیقي په نړیواله توګه وځلوي.

XS
SM
MD
LG