جنوبي افریقې په لومړۍ ټېسټ کرکټ لوبه کې پاکستان ته ماتې ورکړه او د پينځوو ورځينوو سیاليوو نړيوالې اتلولۍ فاینل ته ورسېده.
په سینچورين کې د ډېسېمبر پر ۲۶مه، پيل شوې دې پينځه ورځنۍ لوبه کې پاکستان په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۲۱۱ او جنوبي افریقې یې په ځواب کې ۳۰۱ منډې وکړې. په دویمه پاڼۍ کې پاکستان ۲۳۷ منډې وکړې او جنوبي افریقې ته یې د ګټلو لپاره ۱۴۸ هدف ورکړ. د ډیسېمبر پر ۲۹مه، هغې لوبډلې د ۸ ویکټو په زیان دا هدف پوره کړ.
جنوبي افریقه په دې بریا سره د کرکټ ټېسټ لوبو د اتلولۍ پايلوبې ته ورسېده. دا لوبډله له پاکستان سره د دې روانې لوبلړۍ خپله دويمه او اخري ټېسټ کرکټ لوبه د جنورۍ پر درېيمه پيلوي.