د امریکا پخوانی ولسمشر او د سولې نړیواله جايزه ګټونکی جیمي کارټر د سل کلنۍ په عمر کې مړ شوی دی.
د کارټر مرکز د دیسمبر پر ۲۹مه خبر ورکړ چې نوموړی په جورجیا کې په خپل کور کې مړ شو. د امریکې ولسمشر جو بایډن په همغه ورځ ملت ته په وينا کې د کارټر خدمتونه وستایل او د جنورۍ پر نهمه یې په ټول هېواد کې د مليماتم کولو اعلان وکړ.
کارټر له ۱۹۷۷ څخه تر ۱۹۸۱ کال پورې د امریکا ۳۹ ولسمشر وو. که څه هم هغه يوازې يو ځل ولسمشر پاتې شوی وو خو د سولې لپاره کار یې ډېر پام ځان ته اړولی وو. کارټر په خپله واکمنۍ کې د کېمپ ډېوډ په نوم تړون کې د اسراییل او مصر ترمينځ د سولې په معاهده کې منځګړیتوب کړی وو او په ۲۰۰۲ز کال کې یې د نوبل د سولې جایزه هم ګټلې وه.
له وایټ هاوس يا سپینې ماڼۍ څخه په خپاره شوي بیان کې د امریکا ولسمشر جوبایډن ويلي " امریکا او نړۍ يو کمساری رهبر، د حکومتي چارو پوخ سیاستوال او بشرپاله له لاسه ورکړ". منتخب ولسمشر ډانلډ ټرمپ ويلي چې امریکایان د کارټر د مننې پوروړي دي.