د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ترکیې ساحل ساتونکو ځواکونو ۲۲ افغان کډوال نیولي دي


ځینې افغان کډوال په قاچاقي توګه له ترکیې اروپا ته په کښتیو کې ځي ـ پخوانی انځور.
ځینې افغان کډوال په قاچاقي توګه له ترکیې اروپا ته په کښتیو کې ځي ـ پخوانی انځور.

د ترکیې ساحل ساتونکي ځواک ۳۲ افغان کډوال د اژه سمندرګي له شمالي څنډې څخه نیولي دي.

د ترکيې سرکاري رسنۍ انادولو اژانس د دیسمبر پر۲۹مه خبر ورکړی چې دا افغان کډوال له یوې ربړي بېړۍ نیول شوي چې ۱۶ پکې ماشومان دي. نیول شوي کډوال بېرته د کډوالۍ مرکزونو ته استول شوي دي.

افغان کډوال اکثر په قاچاقي توګه د ترکیې له ځینو ساحلي سیمو د اژه سمندرګي له لارې په وړو او غیرمعیاري بېړیو کې د یونان ټاپوګانو ته د رسېدو په هدف ځانونه په خطرو کې اچوي.

هر کال د سلګونو هغو کډوالو د مړینې او ډوبېدو خبرونه خپریږي چې غواړي له ترکیې د اوبو یا ځمکې له لارې اروپا ته ولاړ شي.

XS
SM
MD
LG