د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پنجاب او سیند کې په ټرافیکي پېښو کې ۱۸ کسان وژل شوي دي


په پاکستان کې د سړکونو خرابوالي، د ګاډو د نه معاینې له وجې ټرافیکي پېښې رامنځته کېږي ـ پخوانی انځور.
په پاکستان کې د سړکونو خرابوالي، د ګاډو د نه معاینې له وجې ټرافیکي پېښې رامنځته کېږي ـ پخوانی انځور.

د پنجاب په فتح جنګ او د سیند په نوشهرو فیروز کې په دوو ترافیکي پېښو کې ۱۸ کسان وژل شوي دي.

د موټروې پنجاب پولیسو د ډېسېمبر په ۳۰مه په بیان کې ویلي چې په فتح جنګ سیمه کې د ایم-۱۴ پر لویه لاره د مسافر وړونکي بس پېښې له امله ۱۰ کسان وژل شوي او ۷ ټپیان دي. په بیان کې ویل شوي چې د پېښې ښکار شوی بس د بهاولپور څخه اسلام‌اباد ته روان وو.

بلخوا، د سیند په نوشهرو فیروز کې د ټرالر او مسافر وړونکې مني بس (وین) د ټکر له امله اته کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي. د نوشهرو فیروز پولیسو ویاند خالد سومرو د دسمبر په ۳۰مه رسنیو ته په خپل بیان کې ویلي چې وژل شوي کسان او ټپیان یې ځايي روغتون ته وړل شوي دي، په داسې حال کې چې اووه ټپیان چې حالت یې خراب وو د علاج لپاره نوابشاه ته لېږدول شوي دي.

د پولیسو په وینا، په پېښه کې ټول وژل شوي کسان او ټپیان د نوشهرو فیروز د تګړ قبیلې سره تړاو لري. پولیس زیاتوي ټکر شوی ميني بس د واده له مراسمو څخه بېرته نوشهرو فیروز ته روان وو.

په پاکستان کې د موترو د ټکر پېښې اکثره وخت د قوانینو نه عملي کېدو، د سړکونو د خرابوالي، د ډرېورانو د بې احتیاطۍ او داراز پر ټاکلي وخت د ګاډو د مرمت او معاینې نه کولو له وجې کېږي چې پکې ګڼو کسانو ته مرګژوبله اوړي.

XS
SM
MD
LG