د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر پښتونخوا کې د پولیو بله پېښه ثبت شوې ده


په پاکستان کې هر کال د پولیو ضد واکسین کېږي خو دا وایرس ختم شوی نه دی - انځور له ارشیفه
په پاکستان کې هر کال د پولیو ضد واکسین کېږي خو دا وایرس ختم شوی نه دی - انځور له ارشیفه

په خیبر پښتونخوا کې د پولیو یو بل پېښه ثبت شوې ده چې ورسره سږ کال په پاکستان کې په پولیو د اخته ماشومانو شمېر ۶۸ ته لوړ شوی دی.

د پولیو مخنیوي پروګرام د دیسمبر پر ۳۰مه ویلي چې په ډېره اسماعیل خان کې په یوه دوه کلنه ماشومه پولیو وهلې ده. په ډېره اسماعیل خان کې تر دې وړاندې هم سږکال د پولیو ۱۰ پېښې ثبت شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د دیسمبر پر ۳۰مه په بلوچستان کې د پولیو ناروغۍ ضد اووه ورځینی مهم پیل شوی دی. د پاکستان په نورو صوبو کې د دیسمبر له ۱۶مې څخه د دیسمبر تر ۲۲مې پورې د پولیو اووه ورځنی د واکسینو کمپاين ترسره شوی وو خو په بلوچستان کې د روغتیا ادارې د کارکوونکو احتجاج له وجې ځنډول شوی وو.

په پاکستان کې سږ کال د ګوزڼ پېښې د ۲۰۲۳ز کال پرتله په بېساري ډول زیاتې شوې دي. په هغه هېواد کې تېر کال د ګوزڼ شپږ پېښې ثبت شوې وې چې ورڅخه یې څلور ماشومان د خیبر پښتونخوا او دوه د سیند اوسېدونکي ول. خو دا کال دغه شمېرې ۶۸ ته رسېدلې دي.

پاکستان او افغانستان د نړۍ هغه يوازيني دوه هېوادونه دي چې د پولیو وایرس پکې شته دی.

  • انځور سایز

    خالده نیاز

    خالده نیاز د خیبر پښتونخوا په نوښار کې د مشال راډیو خبریاله ده چې د سیمې پر سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي چارو او داراز، د ښځو او بشري حقونو په اړه رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG