په اسلام اباد کې د امریکا سفیر د پاكستان د اقتصادي اصلاحاتو او ودې لپاره د امريكا د مرستې جاري ساتلو هوډ څرګند کړی دی.
د پاکستان د اطلاعاتو د څانګې د یوې خبرپاڼې تر مخه ډانلډ بلوم د ډېسېمبر پر ۳۱مه په اسلام اباد کې د خزانې له وفاقي وزیر محمد اورنګزېب سره د الوداعي ملاقات پر مهال د امریکا او پاکستان تر مینځ د "قوي او دوامدارو اړیکو" ستاینه وکړه. بیان زیاتوي چې دواړو لورو د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو په برخو کې د لا پیاوړتیا هیله څرګنده کړه.
د خزانې وزیر اورنګزېب امریکايي سفير ته د پاكستان د اقتصادي وضعې په اړه معلومات ورکړل او د پیسو د نړیوال صندوق (ای اېم اېف) سره د تمدید شوي فنډ لاسلیک کولو کې يې د اسانتیا لپاره د امریکا د "ارزښتناک ملاتړ" مننه وکړه.