د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا په ولسمشريزو انتخاباتو کې د لاسوهنې په تور پر روسۍ او ايرانۍ ادارو بنديزونه لګولي


په امريکا کې د ۲۰۲۴ز کال د نومبر پر پینځمه ولسمشريز انتخابات وشول.
په امريکا کې د ۲۰۲۴ز کال د نومبر پر پینځمه ولسمشريز انتخابات وشول.

امريکا د ايران او روسیې پر ځينو هغو ادارو بندیزونه لګولي چې د ۲۰۲۴ز کال په امريکايي انتخاباتو کې د غلطو معلوماتو په خپرولو سره د ټولنيز او سیاسي ناکراري په رامينځته کولو تورنې شوې دي.

د امريکا د خزانې وزارت د ډېسېمبر پر ۳۱مه وويل چې دا بندیزونه د ایران له اسلامي انقلابي ساتندويانو ځواک (سپاه پاسداران) او د روسیې د استخباراتو له مرکزې ادارې سره پر تړلو تنظيمونو لګول شوي دي.

د وزارت په خبرپاڼه کې زیاته شوې ده چې تر بندیز لاندې راغليو ادارو هدف درلود چې ټولنيزه سیاسي ناکراري زیاته او د ۲۰۲۴ز کال د انتخاباتو پر وخت پر رایه ورکوونکو اغېز وکړي.

د ترهګرۍ او مالي استخباراتو په چارو کې د خزانې وزارت مرستیال په یوه بیان کې وویل چې د روسیې او ایران دولتونو د امریکا د انتخاباتو بهیر په نخښه کړ او غوښتل یې د امریکایانو ترمينځ نفاق واچوي.

د امریکا استخباراتي ادارو پر دې دوو هېوادونو تور پورې کړی چې د جعلي ویډیوګانو، خبرونو او پر ټولنیزو شبکو د مطالبو په خپرولو سره یې غوښتل د انتخاباتو اعتبار زیانمن کړي.

په امريکا کې د نومبر پر پینځمه په شويو ولسمشريزو انتخاباتو کې د رېپبلېکن ګوند نوماند ډانلډ ټرمپ انتخابات وګټل او د نومبر پر شپږمه يې خپله بریا اعلان کړه.

XS
SM
MD
LG