د لاسرسي ځای

تازه خبر

مونټینېګرو هېواد کې یو تن په ريستوران کې ۱۲ کسان وژلي


هغه ځای چې پکې يو کس ۱۰ کسان وژلي دي.
هغه ځای چې پکې يو کس ۱۰ کسان وژلي دي.

په مونټینېګرو هېواد کې د جنورۍ پر لومړۍ نېڼه په یوه ريستوران کې په ډزو کې لږترلږه ۱۲ کسان وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي.

مونټینېګرو کوچنی اروپايي بالکان هېواد دی او دا پېښه د پولیسو په وینا له څېتیني ښار سره نېږدې په یوه کلیواله سیمه کې شوې ده.

د دې هېواد د کورنیو چارو وزیر دانیلو سارانووېچ تر پېښې وروسته د خبري غونډې پر مهال وویل چې بریدګر چې ۴۵ کلن الېکساندر مارټینووېچ په نوم پېژندل شوی، د ريستوران پر کاونټر(دخل) تر لفظې شخړې وروسته ډزې وکړې چې پکې د ريستوران مالک، د هغه ماشومان او د بریدګر د خپلې کورنۍ غړي هم ووژل شول.

د پولیسو مشر لازار سيپانو وېچ خبریالانو ته ویلي، د مشکوک بریدکوونکي په نیولو پسې پولیسو کور په کور تالاشي وکړه خو کله چې پولیسو هغه محاصره کړه، هغه تماچه خپل سر ته ونیوله او ماشه یې کش کړه. پولیس وايي، هڅه یې وکړه هغه روغتون ته ورسوي خو په لاره کې مړ شو.

په عین حال کې د مونټینېګرو لومړی وزیر مېلایکو سپاېچ د جنورۍ پر لومړۍ نېټه روغتون ته ورغله او د ژوبلو کسانو پوښتنه یې وکړه. هغه په هیواد کې درې ورځنۍ ماتم اعلان کړ.

XS
SM
MD
LG