د لاسرسي ځای

تازه خبر

زېلېنسکي: د ټرمپ نه اټکلېدونکی خاصیت د جګړې پای ته رسولو کې مرسته کولای شي


وولوديمير زېلېنسکي د ۲۰۲۴ز کال په سېپټېمبر کې له ډانلډ ټرمپ سره کتلي ول.
وولوديمير زېلېنسکي د ۲۰۲۴ز کال په سېپټېمبر کې له ډانلډ ټرمپ سره کتلي ول.

د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي ویلي، د امریکا د منتخب ولسمشر ډانلډ ټرمپ نه اټکلېدونکی خاصیت د جګړې په پای ته رسولو کې مرسته کولای شي.

زېلېنسکي دا څرګندونې په هغه مرکه کې کړې دي چې د جنورۍ پر دویمه پر اوکرایني ټېلېويژن خپره شوې ده.

نوموړي د ډانلډ ټرمپ په اړه ویلي، "هغه ډېر قوي او نه اټکلېدونکی دی او زه په حقيقت کې هم غواړم چې دی خپل دا خاصیت پر روسیه عملي کړي."

زېلېنسکي زياته کړه، باور لري چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له ټرمپ څخه وېره لري کوم چې د زېلېنسکي په وینا، د جګړې په پای ته رسولو کې پرېکنده کېدای شي.

د یادونې وړ ده چې د جنورۍ پر ۲۰مه د ولسمشرۍ سوګند اخیستونکي ټرمپ ویلي ول چې د واک له سمبالولو وروسته به په ۲۴ ساعتونو کې د روسیې او اوکراین ترمینځ شخړه پای ته ورسوي.

XS
SM
MD
LG