د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هزاره ډېموکراټیک ګوند مشر عبدالخالق هزاره په برید کې ژوبل شوی


د عبدالخالق هزاره پخوانی انځور.
د عبدالخالق هزاره پخوانی انځور.

د بلوچستان پخوانی صوبايي وزیر او د هزاره ډېموکراټيک ګوند مشر عبدالخالق هزاره د کوټې په مري اباد سيمه کې په خپل کور کې په برید کې ژوبل شوی دی.

چارواکي وایي چې نن (د جنورۍ پر درېيمه) هزاره تر لومړنۍ درملنې وروسته بېرته کور ته لېږدول شوی دی.

د پولیسو په وینا، برید د راکړې ورکړې د شخړې له امله شوی او تورن کس، چې د عبدالخالق هزاره ګاونډی دی، نیول شوی دی. بلخوا هزاره ډېموکراټيک ګوند تور پورې کړی دی چې تورن کس د غلا په نیت کور ته ننوتلی وو.

د بلوچستان اعلا وزیر میر سرفراز بګټي د پېښې د پلټنو امر کړی او د پولیسو له مشر څخه یې د هغې پېښې رپورټ غوښتی دی.

د بلوچستان د کوټې ښار په مري اباد او هزاره ټاون کې له اوږدې مودې راهيسې ګڼ هزارګان میشت دي. هغوی د ۱۹مې پېړۍ په وروستیو کې له افغانستانه هلته کډه شوي دي.

هزارګان په پاکستان کې د هزاه ډېموکراټيک پارتۍ په نوم سياسي ګوند لري چې اوسنی مشر یې عبدالخالق هزاره دی. نوموړی په ۲۰۱۸ز کال کې د بلوچستان اسمبلۍ غړی ټاکل شوی وو او بیا د ټولنیزې پرمختیا او لوبو وزیر وو.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG