د جرمني او فرانسې د بهرنیو چارو وزیرانو د سوریې له نویو مشرانو سره کتلي دي.
د جرمني جګپوړې ډیپلوماټې انالینا بایرباک او د هغې فرانسوي سیال ژان نول باروت د جنورۍ پر دریمه په دمشق کې د سوریې له عبوري مشر احمد الشرع سره ملاقاتونه وکړل.
تر ملاقات وروسته د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بایرباک په خپله ایکس پاڼه ولیکل چې که د سوریې انتقالي حکومت په سیاسي خبرو کې د دغه هېواد ټولې توکمیزې او مذهبي ډلې شاملې کړي، نو اروپا به یې ملاتړ وکړي.
نوموړې زیاته کړه چې د اروپا او سوریې او د جرمني او سوریې ترمینځ یو نوی سیاسي پیل ممکن دی.
دا دوه جګپوړي ډیپلوماټان د ډېسېمبر په میاشت کې د ولسمشر بشارالاسد له نسکورېدو راهیسې د اروپایي اتحادیې لومړني وزیران دي چې سوریې ته یې سفر کړی دی. د عبوري حکومت مشر احمد الشرع د ماڼۍ په دروازه کې بایرباک او باروت ته هرکلی ووایه.
د جرمني د شماریاتو د وفاقي دفتر د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۳ز کال تر پایه په جرمني کې شاوخوا ۹،۷۳۰۰۰ سوریایان اوسېدل چې له دې جملې څخه څه باندې ۷۱۲۰۰۰ تنو ته پناه ورکړل شوې ده.