د ملګرو ملتونو یوې چارواکې په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د روانو محدودیتونو په باب اندېښنه ښودلې ده.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امینې محمد د جنورۍ پء څلورمه پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر حقونو په پرله پسې ډول تېری کېږي. هغې زیاته کړې سږکال نورو شاتګونو ښخې نورې هم له عزتمن ژوند څخه بې برخې کړي دي.
طالبانو په خپله څه کم درې نیم کلنه واکمنۍ کې پر ښځو او نجونو ډول- ډول محدودیتونه لګولي دي. نجونې تر شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه نه لري، په پوهنتونونو کې یې زده کړې منع شوي او طالبانو په وروستي کې په طبي انستیتیوتونو کې هم د ښځو او نجونو زده کړې منع اعلان کړې.
طالبانو ښځې په ډېری دولتي او ټولو نادولتي ادارو کې له کار کولو هم منع کړې دي. د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو چارواکې تازه څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي.