د لاسرسي ځای

تازه خبر

زیلېنسکي: د شمالي کوریا عسکرو ته مو درنه مرګ ژوبله اړولې


د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زیلېنسکي. (انځور: ارشیف)
د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زیلېنسکي. (انځور: ارشیف)

د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي وايي د شمالي کوریا سرتېرو ته، چې د روسیې په کورسک سیمه کې د روسي سرتېرو تر څنګ جنګېږي، په تېرو دوو ورځو کې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د شمالي کوریا دغو سرتېرو ته چې له خپلو کورونو ۶۷۰۰ کیلومتره لیرې په جګړه بوخت دي، د مرګ ژوبلې زیات راپورونه ورکړل شوي دي.

زېلېنسکي تېره شپه په یوه ویډیو کې ویلي د جنورۍ پر دریمه او څلورمه یوازې د کورسک سیمې مخانوفکا کلي ته نږدې د روسیې پوځ، د شمالي کوریا سرتېرو او پراشوټبازانو یو باټلېين يا کنډک له لاسه ورکړی دی.

دغه راپور په بې پرې ډول تایید شوی نه دی. په یوه کنډک کې که بېلا بېلې پوځي برخې شاملې وي، چې په کې له ۳۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ پورې پوځيان وي.

XS
SM
MD
LG