د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوکرایني ځواکونو په کورسک کې پر روسيو سرتېرو نوې حمله کړې


اوکراین د تېر کال په اګست کې د روسیې د کورسک په سیمه ناڅاپي یرغل کړی وو ـ پخوانی انځور.
اوکراین د تېر کال په اګست کې د روسیې د کورسک په سیمه ناڅاپي یرغل کړی وو ـ پخوانی انځور.

اوکرایني پوځ په کورسک سیمه کې نوې حمله کړې ده. د اوکراین د ملي امنیت د شورا ویاند انډری کووالینکو د جنورۍ پر پینځمه وویل چې روسي ځواکونه په څو ځایونو کې تر برید لاندې راغلي دي.

راپورونه وایي چې برید د سودژا له سیمې څخه پیل شوی، چې د اګست راهیسې د اوکراین په کنټرول کې ده او د کورسک ښار په لور روان دی.

د جګړې په اړه ویل کېږي چې اوکرایني ځواکونه زغره‌ وال موټرونه او د ماین پاکولو وسایل کاروي، او دا تجهیزات د روسي ډرونونو په وړاندې بریالي دي.

د جګړې زیات تمرکز د برډین کلي شاوخوا دی. راپورونه وايي چې دا د وړو ډلو بریدونه نه دي، بلکې د بشپړ برید هڅه ده.

کورسک د روسیې برخه ده. دا د کورسک صوبې مرکز دی، چې د روسیې په لویدیځه برخه کې د اوکراین پولې ته نږدې موقعیت لري. کورسک د تاریخي او ستراتیژیک اهمیت لرونکی ښار دی.

اوکرایني ځواکونو د ۲۰۲۴ز کال په اګست کې د کورسک یوه برخه نیولې وه، خو د ځمکې نیمه برخه بېرته روسانو نیولې ده. اوکراین لا هم سودژا او شاوخوا ۵۰۰ کیلومتره سیمه په واک کې لري.

XS
SM
MD
LG