په کابل کې د چین سفیر ژاو شینګ ویلي دي چې هېواد یې چمتو دی چې کابل ته د ورستنېدونکو افغان کډوالو لپاره د استوګنې کورونه جوړ کړي.
هغه دا خبره د دیسمبر پر پينځمه د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا له اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره په لیدنه کې کړې ده.
د طالبانو د حکومت د بیان په اساس، شینګ ویلي چې د هغو کډوالو لپاره کورونه جوړوي چې له ګاونډیو هېوادونو راایستل شوي دي. نوموړي په ځینو ولایتونو کې د سړو خونو او د روغتیا او کانونو په برخو کې د همکاریو ژمنه کړې ده.
د چین سفیر همداراز ویلي چې په تېرو یو کال کې یې افغانانو، په ځانګړي ډول سوداګرو ته، تر ټولو ډېرې ویزې ورکړې دي، او دا یې د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا یوه بېلګه بللې ده.
د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې چین د افغانستان په بېلابېلو برخو، په ځانګړې توګه کانونو کې، پراخې پانګونې کړې دي.