د چين سرکاري خبرې اژانس ژنوا وايي چې د دې هېواد په غریزه سيمه کې د جنورۍ پر اوومه شوې زلزله کې لږترلږه ۱۲۶ کسان وژل شوي دي.
رويټرز او اشوشيېټېډ پرېس اژانسونه وايي چې زلزله له نېپال سره نېږدې د چين په غريزه سيمه تبت کې شوې ده چې سلګونه نور پکې ژوبل شوي هم دي.
د نيپال د خطرونو کمولو او منظمولو ادارې ويلي دي چې د زلزلې ټکانونه له تبت سره لګېدلې د دې هېواد په ښارونو کې هم محسوس شوي دي.
د دې ترڅنګ په شمالي هند او بوټان کې هم د زلزلې ټکانونه محسوس شوي دي.
رويټرز اژانس ليکي چې چينايي ولسمشر ژي جېنپېنګ په پېښه کې د مرګژبلې کمولو لپاره د بشپړ ژغورونکو عملیاتو امرکړی دی.
ژنوا زياته کړې ده چې تر ۱،۵۰۰ زیات اوروژونکي او ژغورونکي اغېزمنو سيمو ته لېږدول شوي دي.
د امريکا د ځمکپوهنې ادارې ويلي دي چې د رېښتر پر پېمانې د دغې زلزلې زور ۷،۱ درجې وو، چې مرکز يې د تبت په سيمه کې ۱۰ کيلوميټره ژور وو.