د امریکا کانګرس په رسمي توګه د هغه هېواد د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ډانلډ ټرمپ د بریا تصدیق کړی دی.
د جنورۍ پر شپږمه د مرستیالې ولسمشرې کاملا هېرېس په مشرۍ کې د کانګرس ګډې غونډې د ډانلډ ټرمپ بریا تایید کړه. ټاکل شوې ده چې ټرمپ د جنورۍ پر ۲۰مه، د امریکا د ولسمشر په توګه لوړه وکړي.
ټرمپ د ۳۱۲ ټاکنیزو پلاویو په ګټلو او له ۷۷ مېلیونه څخه د ډېرو عامو رایو په ترلاسه کولو سره بریالی شو.
د امریکا د اساسي قانون له مخې، د ولسمشرۍ انتخاباتو پایلې د کانګرس دواړه جرګې تاییدوي. دا ځل دا پروسه تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې ترسره شوه، چې د ۲۰۲۱ز کال د جنورۍ د شپږمې برید له تجربې وروسته یې اړتیا ډېره محسوسېدله.
د کانګرس شاوخوا امنیتي تدابیر زیات شوي ول، خو ټرمپ ژمنه کړې چې په هغه برید کې نیول شوي کسان به وبخښي. د کانګرس په تېرو بریدونو کې ګڼ پولیس او يوشمېر نور کسان ژوبل شوي ول.