په سوریه (شام) کې د بشارالاسد د واکمنۍ تر نسکورېدو وروسته، په لومړي ځل یوه نړیواله تجارتي الوتکه هغه هېواد ته تللې ده.
د قطر هوايي شرکت الوتکه د جنورۍ پر اوومه د دمشق پر نړیوال هوايي ډګر ښکته شوه چې د مساپرو خپلوانو او ملګرو یې د ټرمینل په ودانۍ کې تود هرکلی وکړ.
د سوریې د هوايي چلند د ادارې مشر ویلي دي چې قطر د دمشق هوايي ډګر په بیا رغونه کې مرسته کړې، چې له کلونو راهیسې له پامه غورځول شوی او د اسرايیلو د پرله پسې بریدونو له امله زیانمن شوی وو.
په هغه پرواز کې زياتره مساپر شامي وګړي ول چې تر څه باندې یوې لسیزې وروسته د لومړي ځل لپاره خپل هېواد ته ستانه شول.
د سوریې د بهرنیو چارو نوی وزیر اسعد الشیباني په وروستیو ورځو کې قطر، سعودي عرب او متحده عربي اماراتو ته سفرونه کړي دي. داسې انګېرل کېږي چې هغه خليجي هېوادونه به د سوريې په بيا رغونه کې مهم رول ولوبوي.