د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه کې وسلوال برید کې ۱ لاروی وژل شوی او ۳ پولیس ژوبل دي


د کوټې نقشه
د کوټې نقشه

د بلوچستان په مرکزي ښار کوټه کې په وسلوال بريد کې درې پوليس ژوبل شوي او يو لاروی وژل شوی دی.

د بلوچستان د پوليسو وياند په بيان کې ويلي دي چې د جنورۍ پر اوومه ماښام مهال د سرياب په کچي بېګ سيمه کې پر موټرسايکل سپرو وسلوالو هغه وخت د پوليسو پر يو موټر ډزې وکړې چې هغوی ګزمه کوله.

بيان وايي، د ډزو په نتيجه کې درې پوليس ژوبل شول او په لاره کې روان يو ماشوم هلک ووژل شو. د وياند په خبره، وسلوال د پوليسو تر ځوابي ډزو وروسته وتښتېدل.

بیان زیاتوي چې وروسته پوليسو او د سرحدي ځواک سرتېرو د پېښې په ځای کې پلټنې پیل کړې.

د پولیسو پر ګاډي د برید ذمه واري لا چا نه ده منلې. خو تر دې وړاندې په بلوچستان کې پر امنيتي ځواکونو او پوليسو ډېریو بريدونو مسووليت بلوڅ بېلتونپالو وسلوالو ډلو منلی دی.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG