پېښور های کورټ د افغان هنرمندانو په زوره له پاکستان څخه د ستنولو د پروسې د مخنیوي امر کړی دی.
عدالت نن (د جنورۍ پر ۱۰مه) د افغان هنرمندانو د قضیې په اړه خپله خوندي کړې پرېکړه په لیکلي بڼه خپره کړه.
په پرېکړه کې ویل شوي دي، تر هغې پورې چې د پاکستان مرکزي حکومت یا د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره له افغانستان څخه د راغلو هنرمندانو د راتلونکي په اړه پرېکړه ونه کړي، حکومت او نورې ادارې دې افغان هنرمندان نه ځوروي او په زور دې يې بېرته افغانستان ته نه ستنوي.
په پرېکړه کې ویل شوي دي، که مرکزي حکومت یا اړوندې ادارې د افغان هنرمندانو د پناه غوښتنو په اړه په دوو میاشتو کې پرېکړه ونه کړي، نو تر دوو میاشتو وروسته دې هم افغان هنرمندانو ته په پاکستان کې د اوسېدو اجازه ورکړل شي.
په افغانستان کې په ۲۰۲۱ز کال کې د طالبانو تر بيا واکمنېدو وروسته ګڼ افغان هنرمندان پاکستان ته تللي دي. د دغو هنرمندانو په وینا، په افغانستان کې پر موسیقۍ د بندیزونو او محدودیتونو له امله يې ژوند له خطر سره مخامخ دی او کار و روزګار نه لري.
دا تر هغه وروسته ده چې د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر کې د پاکستان د هغه وخت لنډمهاله حکومت بې اسناده بهرنیانو ته د اکتوبر تر ۳۱مې په خپله خوښه د وتلو ویلي ول. د هغه کال د نومبر له لومړۍ راهیسې له پاکستانه د بې اسناده افغانانو په زور د ایستلو بهیر پیل شوی چې د حکومت په وينا له ۸۰۰،۰۰۰ زيات افغانان يې خپل هېواد ته ستانه کړي دي. د پاکستان د کورنيو چارو وزارت ادعا کوي چې اوس هم تر ۳۰ لکه پورې افغانان په پاکستان کې مېشت دي.