د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد کې په اسلامي هېوادونو کې د نجونو د زدکړو په اړه نړيواله غونډه کېږي


د کابل په څنډو کې د نجونو د يو ګرځنده ښوونځي زده کوونکو د يوې پوښتنې په ځواب کې ګوتې پورته کړې دي ـ انځور له ارشيفه
د کابل په څنډو کې د نجونو د يو ګرځنده ښوونځي زده کوونکو د يوې پوښتنې په ځواب کې ګوتې پورته کړې دي ـ انځور له ارشيفه

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د جنورۍ پر ۱۱مه او ۱۲مه په اسلامي هېوادونو کې د نجونو د زدکړو په اړه يوه نړيواله غونډه کېږي.

"په مسلمانو ټولنو کې د نجونو زدکړې: ننګونې او فرصتونه" تر سرلیک لاندې دغه نړيواله غونډه د "رابطة العالم الاسلامي" په نوم د اسلامي نړۍ د غير حکومتي سازمان په نوښت جوړېږي.

د سعودي عربستان په مکه ښار کې د دغه سازمان مرکزي دفتر پر خپله ووبپاڼه په خپاره کړي بيان کې ويلي دي چې دا دوره ورځنۍ غونډه د پاکستان د حکومت په همکارۍ جوړوي او دا به نړۍ ته ښيي چې اسلام "د پوهې، تمدن او عالي ارزښتونو" دین دی او په ټينګه د هغو ټولو قوانینو او اعمالو "ملاتړ" کوي چې نجونې د زدکړو تر لاسه کولو "جوګه" کوي.

بيان زياتوي چې د افرادو یا ډلو لخوا هر هغه "قانون یا کړنې"، چې د نجونو د زدکړو "مخه نیسي"، له اسلامي لارښوونو سره په "ټکر" کې دي.

په غونډه کې به د اسلامي همکاريو سازمان (او ای سي) پر مشرانو او د غړيو هېوادونو پر يوشمېر استازو سربېره نړیوال سازمانونه، وتلي مذهبي مشران، پوهان او د حقونو فعالان ګډون کوي.

د ماشومانو او نجونو د تعليم نړيوالې مبارزې ملالې يوسفزۍ د جنورۍ پر نهمه پر خپله اېکس پاڼه ليکلي دي چې هغه لېواله ده چې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه له مسلمانو رهبرانو سره به د نجونو د تعلیم په اړه په یوه مهمه غونډه کې ګډون کوي. "د یکشنبې پر ورځ (د جنورۍ ۱۲مه) به زه د ټولو نجونو ښوونځیو ته د تګ د حقونو د ساتنې په اړه وغږېږم، او دا چې ولې [د نړۍ] رهبران باید طالبان د افغان ښځو او نجونو په وړاندې د هغوی د جرمونو لپاره مسول وګڼي."

دا لا معلومه نه ده چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکي دې غونډې ته وربلل شوي دي او که نه، خو د غونډې په خپره شوې اجنډا کې د شاوخوا ۸۰ ويناوالو په نوملړ کې د هېڅ طالب چارواکي نوم نه شته، خو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې او د مرستندویه ماموریت یا یوناما مشرې روزا اوتنبایېوا نوم د هغې غونډې په ويناوالو کې ليکل شوی دی.

طالبانو په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان له واکمنېدو راهیسې د نجونو او ښځو پر تعلیم او کار بندیزونو او محدودیتونو ته دوام ورکړی دی. هغوی په بیا بیا ویلي دي چې د نجونو د زدکړو لپاره تګلاره او مناسب چاپېریال چمتو کوي خو دا نه روښانوي چې په دې برخه کې څومره پرمختګ شوی دی.

تر هغه وروسته د ۲۰۲۴ز کال د ډېسېمبر په لومړيو کې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده په طبي انسټېټیوټونو کې هم د نجونو پر زدکړو بندیز ولګاوه.

د دغه اقدام په غبرګون کې د یوناما مشرې روزا اوتنبایېوا د ډېسېمبر پر ۱۲مه د امنیت شورا غونډې ته وویل چې د طالبانو د پرېکړې بشپړ عملي کېدل د نجونو او ښځو په ګډون د ټولو افغانانو لپاره "مرګونې پایلې" لرلای شي ځکه چې دا کار روغتیايي نظام زیانمنوي.

د يوې خونې ښوونځی: رفيعه له ۲۴ کلونو راهیسې نجونو ته درس ورکوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:11 0:00

افغانستان د اسلامي همکاريو سازمان له ۵۷ غړو هیوادونو څخه یوازینی هغه هیواد دی چې تر شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځيو ته له تګ څخه پکې منع دي.

د "رابطة العالم الاسلامي" په وينا، د جنورۍ ۱۱مې او ۱۲مې نړيواله غونډه به د نجونو د زدکړو په وړاندې "د ننګونو د حل لپاره د ستراتیژیو پر پیل او پراختیا" تمرکز وکړي او په مسلمانو ټولنو کې به د تعلیمي لاس ته راوړنو "د ظرفيت او بهترۍ" لپاره له شته فرصتونو څخه ګټه پورته کړي.

  • انځور سایز

    احمد شاه اعظمي

    احمد شاه اعظمي له ۲۰۱۰ز کال راهيسې له مشال راډیو سره کار کوي. نوموړي د چېک جمهوريت له مساريک پوهنتون څخه په نړيوالو اړيکو کې دوکتورا (پي اېچ ډي) کړې ده. هغه د افغانستان او پاکستان په ګډون د سيمې او نړۍ په اړه راپورونه جوړوي. احمد شاه اعظمي د مشال راډيو لپاره يوشمېر ځانګړې اونيزې خپرونې هم جوړې کړې دي. نوموړی پر فېسبوک او اېکس څارلای او تعقیبولای شئ. 

XS
SM
MD
LG