د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کرک کې په ټرافیکي پېښه کې ۸ کسان وژل شوي او ۱۳ ژوبل دي


په پاکستان کې په ټرافیکي پېښو کې هر کال ګڼو کسانو ته مرګژوبله اوړي ـ پخوانی انځور.
په پاکستان کې په ټرافیکي پېښو کې هر کال ګڼو کسانو ته مرګژوبله اوړي ـ پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا په کرک ضلعه کې په ټرافیکي پېښه کې اته کسان وژل شوي او ۱۳ نور ژوبل دي.

د ژغورنې ادارې ریسکیو ۱۱۲۲ ویاند بلال فیضي د جنورۍ پر ۱۱مه مشال راډیو ته وویل، پېښه هغه مهال وشوه چې د کرک په لویه لار روان ګاډی هلته له ولاړو ګاډو سره وجنګېد.

هغه وویل په پېښه کې وژل شوي او ژوبل د کرک مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي.

په خیبر پښتونخوا او د پاکستان په نورو برخو کې وخت په وخت ټرافیکي پېښو کې خلکو ته ځاني او مالي تاوانونه اوړي. د ۲۰۲۴ز کال د ډېسېمبر پر ۳۰مه په سیند او پنجاب کې په دوه جلا جلا پېښو کې ۱۸ کسان وژل شوي ول.

په پاکستان کې د ټرافیکي پېښو یوه مهمه وجه خراب سړکونه دي، چې موټرې پرې په اسانۍ کنټرول نه کېږي. بله ستونزه دا ده چې ډېری ډرېوران د ټرافیکي قوانینو خیال نه ساتي، لکه تېزه موټر چلوي یا د نورو قوانینو پروا نه کوي.

دا راز زړې او خرابې موټرې هم د پېښو سبب کېږي، ځکه چې برېکونه یې ښه کار نه کوي یا ټایرونه یې زاړه وي.

د دې ترڅنګ په ځینو سیمو کې د ټرافیک کنټرول سیسټم کمزوری دی، په ځانګړي ډول په کلیوالو سیمو کې، چې د حادثو مخه نیول ګرانوي.

زیات بار وړونکي موټرونه هم د پېښو سبب کېږي، ځکه چې د ډېر وزن له امله یې توازن خرابېږي. په دې سربېره، ډېر ډرېوران د موټر چلولو لپاره ښه روزنه نه لري، او دا د ستونزې نورې وجې زیاتوي.

XS
SM
MD
LG