د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوکراین په کورسک سیمه کې د شمالي کوریا د سرتېرو نیولو ادعا کړې


د شمالي کوریا سرتېري د پانمونجوم پولې ته نږدې د پوځي تمرین پر مهال توپونه لېږدوي ـ پخوانی انځور.
د شمالي کوریا سرتېري د پانمونجوم پولې ته نږدې د پوځي تمرین پر مهال توپونه لېږدوي ـ پخوانی انځور.

د اوکراين ولسمشر وولوديمیر زېلنسکي وايي د شمالي کوریا له دوو هغه پوځيانو یې تحقیقات پيل کړي چې د روسیې په کورسک سیمه کې یې نيولي وو.

زېلنسکي د جنورۍ پر ۱۱مه پر ټېلګرام ليکلي چې هغه دوه زخمي خو ژغورل شوي سرتېري کېيف ته راوړل شوي او د اوکراين استخباراتي ادارې تحقیق کوونکو ته خبرې کوي.

زېلنسکي له خپلې ليکنې سره د دغو پوځيانو هغه تصویرونه هم خپاره کړي او ويلي یې دي چې په زندان کې اخیستل شوي دي. نوموړي دا ثبوت نه دی وړاندې کړی چې هغه کسان دې د شمالي کوريا وي خو که تاييد شي نو اول ځل به وي چې د اوکراين چارواکي د شمالي کوريا د نيول شويو سرتېرو تصویرونه خپروي.

تېر کال روسیې کورسک سیمې ته د خپلو ځواکونو د ملاتړ لپاره د شمالي کوريا ۱۱۰۰۰ سرتېري استولي وو.

XS
SM
MD
LG