د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زیلېنسکي ویلي، دوی تیار دي چې د شمالي کوریا نیولي عسکر د هغو اوکراینیو پوځیانو په بدل کې خوشي کړي چې د روسیې په بند کې دي.
ولسمشر زیلېنسکي د جنورۍ پر ۱۲مه پر ټولنیزو رسنیو خپاره کړي بیان کې ویلي، اوکراین دې ته تیار دی چې د شمالي کوریا مشر کیم یوونګ اون ته نیول شوي کوريايي سرتېري وسپاري. خو د هغه په وینا، شرط دا دی چې د شمالي کوریا مشر به په بدل کې په روسیه کې د بندي اوکرانیو عسکرو خوشي کېدو ته لاره جوړوي.
دا له هغه وروسته ده چې جنوبي کوریا د جنورۍ پر ۱۲مه پخلی وکړ چې اوکراین د شمالي کوریا دوه عسکر نیولي دي. تر اوسه نه شمالي کوریا او نه هم روسیې په دې اړه څه ویلي دي.