د امریکا د کیلېفورنیا په لاس اېنجلس کې د لګیدلي اور له امله د وژل شويو شمېر ۲۴ ته رسیدلی دی.
اسوشېټېډ پرېس او رویټرز خبري اژانسونه وايي چې د لاس اېنجلس چارواکو د جنورۍ پر ۱۲مه ناوخته په اور کې د ۲۴ کسانو د مړینې خبر ورکړ او زیاته یې کړه چې د اور لګېدو وروسته نور ۱۶ تنه ورک شوي هم دي. دا اور د جنورۍ له اوومې راهیسې، لومړی د لاس اینجلس په پالېسیډز سیمه کې ولګېد او له هغه وروسته نورو سیمو ته هم وغځېد. چارواکو ویلي چې د جنورۍ پر ۱۲مه هم د اوروژني عملیات روان وو خو د موسمي چارو اداره وايي چې د تېز باد له وجې وضعیت لا کړکېچېندای شي.
د کیلېفورنیا ګورنر ګېوېن نیوسوم ویلي چې دا اور د امریکا په تاریخ کې تر ټولو لوی قدرتي افت دی چې له وجې یې په زرګونه کورونه سوځېدلي او شاوخوا یو لک کسان بې کوره شوي دي.