په قطر کې د غزې د اوربند د تړون په اړه خبرو څخه تمه کېږي چې د يوشمېر اسراييلي يرغمليانو او فلسطيني بنديانو د تبادلې پرېکړه به پکې وشي.
خبرو اترو ته نېږدې دوو سرچینو د جنورۍ پر ۱۴مه فرانس پرېس خبري اژانس ته وويل چې د مذاکراتو "وروستی پړاو" په دوحه کې پيل شوی، چې په لومړنۍ تبادله کې به د اسراییلو په زندانونو کې د فلسطیني بندیانو په بدل کې د ۳۳ یرغمل شویو اسرايليانو خوشې کول شامل وي.
دوی د هغو ۹۴ یرغمل شویو کسانو په ډله کې دي چې د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر اوومه پر اسراییلو د حماس تر بريد وروسته په غزه کې ساتل شوي دي.
بلخوا د غزې د روغتیا وزارت وايي چې د اسراییلو په ځوابي حملو کې تر اوسه لږترلږه ۴۶،۰۰۰ فلسطینیان وژل شوي، چې زياتره یې ښځې او ماشومان دي.
د اسراييلو او حماس ترمينځ قطر، مصر او امريکا په وروستیو کې د یوې موافقې د ترلاسه کولو لپاره هڅې ګړندۍ کړې دي.
په دې مذاکراتو کې د امريکا د اوسني ولسمشر جو بايډن او د منتخب ولسمشر ډانلډ ټرمپ استازي هم ګډون کوي. امريکا او اروپا حماس د يوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني.