د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوکراین د روسیې پر خاوره پر یو شمېر اهدافو پراخ بریدونه کړي دي


د روسیې د ساراتوف سیمې والي رومان بوسارګین (له ښي لوري لومړی) د اوکرایني ډرون برید ښکار شوی ځای ګوري - د جنورۍ اتمې انځور.
د روسیې د ساراتوف سیمې والي رومان بوسارګین (له ښي لوري لومړی) د اوکرایني ډرون برید ښکار شوی ځای ګوري - د جنورۍ اتمې انځور.

اوکراین د روسیې پر خاوره پر بېلابېلو اهدافو پراخ بریدونه کړي دي او پکې یې د وسلو جوړولو او تېلو پاکولو کارخانې او ګودامونه یې په نخښه کړي دي.

سیمه ییز والي رومان بوسارګین پر ټولنیزو شبکو په بیان کې ویلي دي چې د روسیې په لوېدیځ کې د ساراتوف پر سیمه د بې پیلوټه الوتکې په برید کې دوه صنعتي تاسیسات زیانمن شوي دي.

په اوکراین کې د ناسمو معلوماتو پر وړاندې د مبارزې د مرکز مشر اندرې کووالېنکو ویلي دي په تازه حملو کې د روسیې پینځه ښارونه په نخښه شوي دي.

دا بریدونه پر داسې مهال شوي دي چې د جرمني د دفاع وزیر بورېس پېسټورییس د جنورۍ پر ۱۴مه په نااعلان شوي سفر کییف ته ورغی ځکه چې اروپايي مشران غواړي له اوکراین سره ملاتړ څرګند کړي.

پېسټورییس تر هغې یوه ورځ وروسته کییف ته ورغلی چې د ناټو مشر مارک روتی د اروپايي ټولنې د پارلېمان غړو ته وویل چې په داسې حال کې چې د جګړې درې کاله په پوره کېدو دي، اوکراین اوسمهال له روسیې سره د سولې خبرو پیلولو په حالت کې نه دی.

XS
SM
MD
LG