د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه: افغانستان کې تر ۵ لکه زيات ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخامخ دي


د کندهار په ميرويس روغتون کې د يوې خوارځواکې ماشومې درملنه کېږي ـ انځور له ارشيفه
د کندهار په ميرويس روغتون کې د يوې خوارځواکې ماشومې درملنه کېږي ـ انځور له ارشيفه

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی دی چې په ۲۰۲۵ز کال کې په افغانستان کې تر ۵۰۰،۰۰۰ زيات ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخامخ دي.

ملګرو ملتونو د جنورۍ پر ۱۵مه په یوه بیان کې زياته کړې ده چې د دې یو لامل اقلیمي بدلون دی چې له امله یې کورنۍ نه شي کولای چې خپلو ماشومانو ته سم خواړه ورکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتو د مرستو د همغږۍ ادارې ( اوچا) په یو راپور کې ویلي دي چې په ۲۰۲۵ز کال کې به ۲۲.۹ مېليونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا ولري.

دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې په افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې ملګري ملتونه او او نړیوالې مرستندویه ادارې وخت په وخت په هغه هېواد کې د خوړو د کمښت او د خراب اقتصادي حالاتو خبرداری ورکوي.

دا راز د طالبانو حکومت هم وايي چې په دې لړ کې نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG