د لاسرسي ځای

تازه خبر

بایډن په امریکا کې د ولسواکۍ د مستقبل په اړه اندېښنه ښوولې


امریکايي ولسمشر جو بایډن په سپینه ماڼۍ کې د خدای په امانۍ وینا پر مهال - د جنورۍ ۱۵مې انځور.
امریکايي ولسمشر جو بایډن په سپینه ماڼۍ کې د خدای په امانۍ وینا پر مهال - د جنورۍ ۱۵مې انځور.

امریکايي ولسمشر جو بایډن په خپل هېواد کې د ولسواکۍ د راتلونکې په اړه اندېښنه ښوولې ده.

نوموړي د جنورۍ پر ۱۵مه ولس ته د خدای په امانۍ په وینا کې خبرداری ورکړ چې په امریکا کې د شتمنو حکومت (اولېګارشي یا اولېګارکي) د جوړېدو په حال کې دی.

ده وویل، له دې لارې شتمن کسان ځواکمنېږي او نفوذ تر لاسه کوي چې دا "جمهوریت له خطر" سره مخامخوي.

بایډن په سپینه ماڼۍ کې په وینا کې وویل: "زه د یو څو شتمنو کسانو په لاس کې د طاقت ارتکاز اندېښمن کړی یم."

امریکايي ولسمشر وویل چې د ځینو کسانو لاسونو ته د مال و دولت لوېدل نه یوازې ولسواکي بلکې اساسي بشري حقونه او ازادۍ له خطر سره مخامخوي.

جو بایډن به د جنورۍ پر ۲۰مه د خپلې یوې دورې تر واکمنۍ وروسته د منتخب ولسمشر ډانلډ ټرمپ له لوړې سره سم د ولسمشرۍ څوکۍ پرېږدي.

ټرمپ مېلیاردر (ارب پتي) دی او د نړۍ تر ټولو شتمن کس او د ټېسلا او سپېس اېکس شرکتونو مالک اېلان مسک په ګډون یې ځینې نور شتمن کسان ملاتړ کوي.

د امریکا دوه نور مېلیاردران یعنې د فېسبوک مرستیال او د مېټا کمپنۍ مشر مارک زوکربرګ او د اېمېزان (امازون) شرکت بنسټګر جېف بېزوز هم ښايي د ټرمپ د ولسمشرۍ په پرانیستونکې غونډه کې ګډون وکړي.

د رېپبلېکن ګوند نوماند ټرمپ د ۲۰۲۴ز کال په نومبر کې د ډېموکراټ ګوند نوماندې او مرستیالې ولسمشرې کاملا هیرېس ته په انتخاباتو کې په ماتې ورکولو د ولسمشرۍ څوکۍ وګټله.

XS
SM
MD
LG