د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو هوکړه کړې ده چې پر سوریه (شام) د بندیزونو نرمولو لپاره کړنلاره جوړه کړي.
رویټرز خبري اژانس لیکي چې دا خبره د ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشرې کایا کالس د جنورۍ پر ۲۷مه په برسلز کې کړې ده. اروپايي ټولنې د سوریې پر وګړو او اقتصادي څانګه یو شمېر بندیزونه لګولي دي.
په دې کې د دې هېواد د تېلو پر واردولو بندیز او نړیوالو مالي سرچینو ته د دې هیواد پر لاسرسي محدودیتونه شامل دي.
خو اروپايي ټولنې تر هغې وروسته دې ته بیا کتنه پیل کړې چې د هیت تحریر الشام ډلې په مشرۍ وسلوالو د ۲۰۲۴ز کال په ډېسېمبر کې د سوریې د ولسمشر بشار الاسد حکومت ړنګ کړ. دغه ډله وايي چې د سوریې د ټولو خلکو استازیتوب کوي، خو ملګري ملتونه او اروپايي ټولنه دا ډله ترهګره بولي او بندیزونه یې ورباندې لګولي دي.
د سوریې د بهرنیو چارو وزیر اسعد حسن الشیباني پر اېکس پاڼه په یو بیان کې د اروپايي ټولنې د وزیرانو د دې ګام هرکلی کړی او دا یې یو مثبت ګام بللی دی.