ټاکل شوې چې د اسراييلو وزيراعظم بنيامين نتنياهو به د فبرورۍ پر څلورمه په سپينه ماڼۍ کې د امريکا له ولسمشر ډانلډ ټرمپ سره ملاقات کوي.
رويټرز خبري اژانس وايي د دواړو هېوادونو حکومتونو دغه خبره د جنورۍ پر ۲۸ مه کړې ده.
د دواړو مشرانو ترمينځ دا ملاقات پر داسې مهال کېږي چې د شپږو اونيو د "کمزوري اوربند" په نتيجه کې په غزه کې د اسراييلو او حماس ترمينځ په جنګ کې موقتي وقفه راغلې ده.
له کله نه چې د جنورۍ پر ۱۹ د اسراييلو او حماس تر مينځ په غزه کې اوربند عملي شوی، اووه اسراييلي يرغمليان او له ۲۰۰ زيات فلسطیني بنديان خوشې شوي دي.
د اروپا او امريکا لخوا ترهګره اعلان شوې حماس ډلې د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر اوومه پر اسراييلو برید کې له ۱۲۰۰ زيات اسراييليان ووژل او شاوخوا ۲۵۰ یې يرغمل کړل.
تر هغې وروسته اسراييلو پر غزې بریدونه پيل کړل چې د هغه ځای د روغتيا ادارې په وينا شاوخوا ۴۷،۰۰۰ فلسطينيان پکې وژل شوي، سلګونه زره کسان بې کوره شوي او ګڼې سیمې ويجاړې شوې دي. په هغه جګړه کې سلګونه اسراییلي پوځیان هم وژل شوي دي.