د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان د رویت هلال کمېټي نن د روژې میاشت لیدو لپاره غونډه کوي


په کراچۍ کې په اسمان کې میاشت لیدل کېږي - پخوانی انځور.
په کراچۍ کې په اسمان کې میاشت لیدل کېږي - پخوانی انځور.

د پاکستان او د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د رویت هلال مرکزي کمېټۍ د روژې میاشت لیدو لپاره غونډه کوي.

د پاکستان دولتي راډیو وايي، غونډه د فبرورۍ پر ۲۸مه په پېښور کې کېږي چې مشري به یې د هغې سرکاري کمېټۍ مشر عبدالخبیر ازاد کوي.

په همدې حال کې د طالبانو د حکومت سترې محکمې پر خپله رسمي اېکسپاڼه (پخواني ټوېټر) په بیان کې ویلي دي چې د میاشتې د لیدو مرکزي کمېټي فبرورۍ پر ۲۸مه ماښام مهال په کابل کې د میاشت لیدو لپاره ناسته کوي.

د افغانستان پخوانیو حکومتونو روژه او اخترونه په دودیز ډول د سعودي عرب د سترې محکمې په اعلان کول، خو په ۲۰۲۱ز کال کې پر هېواد د طالبانو له واکمنېدو راهیسې هغوی د میاشتو لیدو لپاره غونډې کوي او خپله روژه او اختر اعلانوي.

XS
SM
MD
LG