د امریکا او روسیې ډېپلوماټانو د ترکیې په استنبول کې خبرې اترې کړې دي.
د فبرورۍ پر ۲۷مه د هغو شپږ ساعته خبرو هدف ډېپلوماټیکو اړیکو رغول بلل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې امریکا او روسیې په وروستیو کې د اوکراین جګړې پای ته رسولو لپاره هم دوه اړخیزه خبرې وکړې.
د واشنګټن او مسکو ترمینځ هغو خبرو اترو په دې اړه اندېښنې پیدا کړې دي چې ښايي امریکا او روسیه د اوکراین او اروپايي ټولنې له ښکېلتیا پرته د سولې یو تړون ته ورسېږي.
خو تر دې خبرو وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند خبریالانو ته ویلي چې د مذاکراتو په اجنډا کې سیاسي او امنیتي موضوعات او اوکراین شامل نه دي.
د یادونې وړ ده چې د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي په وروستیو کې د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ کې ویلي ول چې داسې هېڅ تړون به ورته د منلو وړ نه وي چې کییف پکې شامل نه وي.
په ۲۰۲۲ز کال کې د اوکراین جګړې له پیل وروسته، د امریکا او روسیې اړیکې سختې خرابې شوې. امریکا او ناټو اوکراین ته وسلې او مالي مرسته ورکړه او پر روسیه یې بندیزونه ولګول.
روسیې دا کارونه د خپل امنیت ضد وبلل، خو د ټرمپ له راتګ سره، د واشنګټن او مسکو ډېپلوماټیک تماسونه زیات شوي دي.