د پاکستان کرکټ بورډ اعلان کړی دی چې په هغه هېواد کې د پاکستان سوپر لیګ (پي اېس اېل) په نوم د ۲۰ اووره کرکټ د ۱۰م پړاو سیالۍ د اپرېل پر ۱۱مه پیلېږي.
د کرکټ بورډ د مطبوعاتو دفتر د فبرورۍ پر ۲۸مه پر خپله ووبپاڼه په بیان کې ویلي دي چې د سیالیو تر رسمي پیل مخکې به یوه نمایشي سیالي په پېښور کې کېږي.
بیان وايي، لومړۍ سیالي د اپرېل پر ۱۱مه د راولپېنډۍ په لوبغالي کې د تېر پړاو د اتلې لوبډلې اسلام اباد یونایټېډ او لاهور قلندرز ترمینځ کېږي.
د ۲۰ اووره کرکټ د هغې اتلولۍ په سیالیو کې د اسلام اباد او لاهور د لوبډلو ترڅنګ پېښور زلمي، کوټه ګلېډیېټرز، ملتان سلطانز او کراچۍ کېنګز برخه اخلي.
پاکستان کرکټ بورډ وايي چې په پي اېس اېل کې سږ کال ټولې ۳۴ سیالۍ کېږي او پایلوبه به یې د مې پر ۱۸مه د لاهور په قذافي لوبغالي کې کېږي.
د پي اېس اېل د ۱۰م پړاو لوبې د کراچۍ، راولپېنډۍ، ملتان او لاهور په لوبغالو کې کېږي چې پکې یوشمېر بهرني لوبغاړو هم ګډون کوي.
د ۲۰۲۳ز کال د پي اېس اېل د اتم پړاو اتله لوبډله لاهور قلندرز وه چې په پايلوبه کې يې ملتانز سلطانز ته ماتې ورکړې وه.