د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ وايي، هغه د امریکايي چارواکو او د روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین ترمینځ له ښو او ګټورو خبرو وروسته د اوکراین او روسیې ترمینځ د سولې یو ښه موقع ویني.
ولسمشر ټرمپ دا خبره د مارچ پر ۱۴مه پر خپله ټروت سوشل نومي ټولنیزه پاڼه په یو بیان کې کړې ده.
نوموړي لیکلي: "موږ د روسیې له ولسمشر پوتین سره پرون ډېرې ښې او ګټورې خبرې درلودې او داسې یوه ډېره ښه موقع ده چې دا ویروونکې او خونړۍ جګړه به بلاخیر پای ته ورسېږي."
نوموړي ویلي چې امریکا پر روسیې تینګار کړی دی چې د اوکراین هغه زرګونه عسکر پرېږدي چې د ولسمشر پوتین په وینا، روسیو ځواکونو په کرسک سیمه کې ګیر کړي دي.
اوکراین دا خبره ردوي چې ګواکې روسیې یې دومره عسکر محاصره کړي دي.
ولسمشر ډانلډ ټرمپ دا خبرې څو ساعته وروسته له هغې وکړې چې د روسیي د ولسمشر دفتر یا کرېملېن وویل، دوی د ولسمشر پوتین او د امریکا د ځانګړي استازي سټیو ویټکوف ترمنځ د مارچ پر ۱۳مه ناوخته له شوي ملاقاته وروسته په (محتاطه توګه خوشبین) دي.