د نیو زیلینډ ملي لوبډلې د ۲۰ اووره کرکټ د لوبلړۍ په لومړۍ سیالۍ کې پاکستان ته په نهو وېکټو ماتې ورکړه.
د مارچ پر ۱۶مه په کرایسټچرچ کې د سیالۍ پچه کوربه نیو زیلینډ وګټله او لومړی یې توپ اچونه (بالېنګ) غوره کړ.
د پاکستان لوبډلې ښه توپوهنه و نه کړای شوه او بیټران یې یو په بل پسې ژر، ژر وسوځېدل او ټوله لوبډله یې په ۱۹م اوور کې په ۹۱ منډو وسوځېده.
د پاکستان خوشدل شاه ۳۰ او سلمان علي اغا ۱۸ منډې وکړې. د نیو زیلینډ جیکب ډفي څلور، کایل جېميسن درې او ایش سودي دوه وېکټې واخیستې.
په ځواب کې نیو زیلینډۍ لوبډلې ټاکلی هدف د ۱۱م اوور په پیل کې د یو لوبغاړي په سوځېدو په پوره کړ او د پینځو سیالیو په لوبلړۍ کې مخکې شوه.
ټېم سایفرټ ۴۴، فېن ایلن ۲۹ او ټېم رابنسن ۱۸ منډې وکړې. د پاکستان ابرار احمد یوه وېکټه واخیسته.
ټاکل شوې چې د پاکستان او نیو زیلینډ لوبډلې د مارچ پر ۱۸مه په دویمه ۲۰ اووره سیالۍ کې یو بل ته مخامخ شي.