د لاسرسي ځای

تازه خبر

نیوزيلینډ په دویمه ۲۰ اووره لوبه کې پاکستان ته ماتې ورکړه


د پاکستان او نیوزیلینډ ترمینځ د لومړۍ ۲۰ اووره لوبې انځور
د پاکستان او نیوزیلینډ ترمینځ د لومړۍ ۲۰ اووره لوبې انځور

نيوزيلينډ په دوهمه ۲۰ اووره کرکټ لوبه کې هم پاکستان ته ماتې ورکړه.

د نيوزيلينډ په ډونېډن کې کوربه هېواد له ټاس ګټلو وروسته پاکستان ته د توپوهنې یا بیټېنګ بلنه ورکړه. د باران له وجې لوبه له شلو اورونو نه ۱۵ ته کمه کړل شوه. پاکستان په ټاکلو ۱۵ اورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۵ رنزونه جوړ کړل.

د پاکستان لخوا لوبډلمشر سلمان علي اغا ۴۶ منډې وکړلې. نيوزيلينډ ټاکلی هدف په څوارلسم اور کې د پینځو لوبغاړو په تاوان پوره کړ.

د پاکستان او نيوزيلينډ ترمنځ د پينځو مېچونو د لوبلړۍ لومړی مېچ هم نيوزيلینډ ګټلی وو.

د دواړو هیوادونو ترمینځ درېیمه لوبه د مارچ پر ۲۱مه نېټه ترسره کېدونکې ده.

XS
SM
MD
LG