د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسراییلي پوځ په غزه کې یو شمېر اهداف په نخښه کړي


ځايي خلک یو ژوبل تن روغتون ته رسوي: انځور مارچ ۱۸، کال ۲۰۲۵م
ځايي خلک یو ژوبل تن روغتون ته رسوي: انځور مارچ ۱۸، کال ۲۰۲۵م

د اسراییلو پوځ په غزه کې ځیني اهداف په نخښه کړې دي او دړکه یې کړې ده چې که د حماس ډلې لخوا یرغمل نیول شوي کسان زر خوشې نه کړل شول نو د هغې ډلې پر ضد به له زیات پوځي ځواک نه کار واخلي.

د فلسطین د روغتيا وزارت چارواکو د مارچ پر ۱۸مه په هغو حملو کې د لږ تر لږه ۱۰۰ کسانو د وژنې خبر ورکړی دی.

رايټرز اژانس د حماس په حواله ليکلي چې اسراييلو د بريدونو په کولو نه يوازې د اوربند لوظنامې سرغړونه کړې بلکې په غزه کې ۵۹ يرغمل اسراييليان يې له يوه نامعلوم برخه ليک سره مخامخ کړي دي.

امريکا او اروپايي ټولنه حماس يوه ترهګره ډله بولي.

د اسراييلي وزيراعظم بېنيامن نتنياهو دفتر په يو بيان کې پر حماس د يرغمليانو نه خوشې کولو تور پورې کړی او زياته کړې يې ده چې تر دې وروسته به د دې ډلې پرضد له زيات پوځي قوته کار واخلي.

په واشنګټن کې د سپينې ماڼۍ يو وياند ويلي، اسراييل پر غزې تر هوايي حملو مخکې د ولسمشر ډانلډ ټرمپ له ادارې سره رابطه کړې وه.


XS
SM
MD
LG