د لاسرسي ځای

تازه خبر

پشتين: نړيواله ټولنه دې پاکستان کې د بشري حقونو د سرغړونو ضد "سمدستي" اقدام وکړي


منظور پشتین په جنوبي وزیرستان کې یوې ولسي غونډې ته وینا کوي - پخوانی انځور.
منظور پشتین په جنوبي وزیرستان کې یوې ولسي غونډې ته وینا کوي - پخوانی انځور.

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور احمد پشتین له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په پاکستان کې دې د بشري حقونو د سرغړونو پر ضد "سمدستي" اقدام وکړي.

نوموړي د مارچ پر ۱۸مه د سوېټزرلينډ د جېنیوا په مطبوعاتي کلب کې د بشري حقونو په اړه یوې غونډې ته په ټېلېفوني وینا کې وويل چې "ترهګري" د نړۍ امن ته ګواښ ده چې د ختمولو لپاره یې امریکا او د هغې لویديزو اېتلافيانو په ۲۰۰۱ز کال کې نړيواله جګړه پيل کړه چې مرکز یې د افغانستان او پاکستان د پښتنو سیمه وه.

پشتين تور پوری کړ چې پاکستان د خپلو ستراتیژیکو ګټو لپاره له هغه اېتلافه "ناوړه" ګټه پورته کړې ده او د پښتنو د بشري حقونو "جدي" سرغړونې یې کړې دي.

نوموړي زياته کړه چې په پاکستان کې "په زور پر ځمکو د قبضو، جبري بې درکیو، ماورای عدالت وژنو او د پښتنو د ټولنې د بربادولو" لړۍ اوس هم روانه ده او باید نړیواله ټولنه په دې اړه "سمدستي" اقدام وکړي.

د پاکستان ولسي يا امنيتي چارواکو لا د پشتين د تازه تورونو او څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښوولی، خو تر دې وړاندې يې دا ډول تورونه رد کړي او ويلي يې دي چې امنيت ته ژمن دي او د قانون په چوکاټ کې دننه خپل کارونه مخ ته وړي.

منظور پشتین دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې په وروستيو کې په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې امنیتي حالت خراب شوی، وسلوال بریدونه ډېر شوي او اقتصادي بحران زيات شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د ملي امنیت پارلېماني کمېټۍ ويلي چې رياست دې په خپل "بشپړ ځواک ترهګرۍ" ته ځواب ورکړي.

ولسي او امنيتي مشرانو د مارچ پر ۱۸مه په اسلام اباد کې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ د پاکستان د ملي امنیت وضعیت د ارزونې لپاره په غونډه کې ګډون وکړ او د "ترهګرۍ ضد ملي تګلارې" او د "عزم استحکام" هدفي عملياتو د سمدستي پلي کېدو غوښتنه يې وکړه.

تر غونډې وروسته له رسنیو سره د شریکې شوې اعلامیې له مخې، د ملي امنيت د پارلېماني کمېټۍ ګډونوالو د وسلوالو وروستي بریدونه په "سختو ټکو کې وغندل" او "د هر ډول ترهګرۍ" خلاف یې د "سختې مبارزې" او د متفقه سیاسي هوډ پر اړتيا ټينګار وکړ.

XS
SM
MD
LG