د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران لسګونه افغان زندانیان د طالبانو حکومت ته سپارلي دي


ايرانیو پوليسو په ايران کې نيول شوي افغانان په قطار کې درولي دي ـ انځور له ارشيفه
ايرانیو پوليسو په ايران کې نيول شوي افغانان په قطار کې درولي دي ـ انځور له ارشيفه

د ایران د بشري حقونو او نړیوالو چارو لپاره د عدلیې وزارت مرستیال عسکر جلالیان وايي، ۱۴۹ افغان زندانیان یې په افغانستان کې د طالبانو حکومت ته سپارلي چې د بند پاتې موده د خپل هېواد په زندانونو کې تېره کړي.

د ایرانيو چارواکو په وینا، هغه افغانان د ایران د سیستان او بلوچستان، یزد، سمنان او هرمزګان زندانونو کې بندیان ول.

جلالیان د مارچ پر ۱۹مه ایرانیو رسنیو ته وویل، زياتره کسان د نشه يي توکو قاچاق یا کاروبار سره د تړاو په تور نيول شوي ول.

ایرانیو رسنیو د مارچ پر ۱۹مه خبر ورکړ چې د تهران او کابل ترمينځ د شوي توافقنامې له مخې، هغه بندیان افغانستان ته سپارل شوي دي او تمه ده چې په راتلونکې لنډه موده کې نور زندانیان هم افغانستان ته انتقال شي.

ايران په تېرو کلونو کې د بېلا بېلو جرمونو په تور لسګونه افغانان اعدام کړي هم دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت په وروستیو کې وویل، شاوخوا ۱۰،۵۰۰ افغانان په پاکستان او ایران کې بندیان دي.

د کډوالو او ورستنېدونکو چارو وزارت مرستیال عبدالرحمان راشد د مارچ پر ۱۵مه په کابل کې له شخصي ټېلېوېژن شمشاد سره په مرکه کې وویل، ۲،۵۰۰ افغانان په پاکستانیو او ۸،۰۰۰ په ایرانیو زندانونو کې دي.

دی وايي، په وروستیو کې ۶،۰۰۰ نور افغانان، چې د هغو هېوادونو له زندانونو ازاد شول، هېواد ته ستانه شوي دي.

د پاکستان او ایران حکومتونو تر اوسه د هغو هېوادونو په زندانونو کې د بندو افغانانو رسمي ارقام نه دي خپاره کړي.

XS
SM
MD
LG