امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ له خپل اوکرایني سیال وولودیمیر زېلېنسکي سره په ټېلېفوني خبرو کې د هېواد د برېښناکوټونو د ملکیت اخیستو کولو وړاندیز کړی دی.
ټرمپ هڅه کوي چې د مسکو او کییف ترمینځ "ژور اختلاف" کم کړي او په اروپا کې د لسیزو په موده کې د پیل شوي تر ټولو لوی جنګ اوربند باوري کړي.
سپینې ماڼۍ د مارچ پر ۱۹مه د دواړو مشرانو ترمینځ تر ټېلېفوني خبرو وروسته په بیان کې لیکلي چې ټرمپ زېلېنسکي ته وویل چې د اوکراین د برېښنا ترسیل نظام او د اټومي برېښناکوټونو ملکیت امریکا ته سپارل به "هغې بېخبنا (انفراسټرکچر) ته تر ټولو غوره تحفظ" ورکړي.
دا وړاندیز د ټرمپ د دې باور ښکارندويي کوي چې د اوکراینیو شتمنیو ملکیت امریکا ته سپارل به هغه جګړه ځپلي هېواد ته د امنیت موثره ضمانت ورکړي ځکه چې ممکنه ده چې روسیه له امریکا سره د کشالو د زیاتېدو له وېرې یې له هدف ګرځولو ډډه وکړي.
زېلېنسکي د مارچ پر ۱۹مه په پرلیکه (انلاین) خبري غونډه کې خبریالانو ته وویل چې له ټرمپ سره د اوکراین په جنوب ختیز کې د روسیې تر واک لاندې د زپورېژیا اټومي برېښناکوټ په اړه وغږېد.
د هغه په خبره، ټرمپ ته وویل چې که امریکا هغه برېښناکوټ کییف ته وسپاري نو پکې د پانګولو او د عصري کولو لپاره یې د واشنګټن د شمولیت د خبرې پر منلو بحث کولای شي.
زېلېنسکي غواړي چې د سولې په هره وروستۍ یا نهايي موافقه کې باید غربي امنیتي ضمانتونه موجود وي چې بیا پر اوکراین د روسیې د حملې مخه ونیسي، خو ټرمپ تر اوسه د هېواد د دفاع لپاره د امریکا له ژمنې ورکولو انکار کړی دی.
ټرمپ او زېلېنسکي تر هغې یوه ورځ وروسته ټېلېفوني خبري وکړې چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له خپل امریکايي سیال سره په ټېلېفوني خبرو کې تر ۳۰ ورځو پورې د اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو او بېخبنا د بریدونو پر درولو توافق وکړ.