د لاسرسي ځای

تازه خبر

جرمني، فرانسې او برتانيې په غزه کې د سمدستي اوربند غوښتنه کړې ده


په غزه کې د روغتیا وزارت وايي، د مارچ ۱۸مې په حملو کې تر ۴۰۰ زیات فلسطینیان وژل شوي دي.
په غزه کې د روغتیا وزارت وايي، د مارچ ۱۸مې په حملو کې تر ۴۰۰ زیات فلسطینیان وژل شوي دي.

د جرمني، فرانسې او برتانيې حکومتونو د مارچ پر ۲۱مه په غزه کې د سمدستي اوربند غوښتنه کړې ده.

د یادو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په ګډه اعلاميه کې پر اسرايیلو دا غږ هم کړی دی چې په غزه کې د اوبو او بجلۍ په ګډون ټولو بشري مرستو او خدماتو ته د خلکو رسايې بحال کړي.

په بيان کې راغلي دي چې له نړیوال بشري قانون سره سم دې د خلکو روغتيايې خدماتو ته لاس رسی او له سيمې د علاج په غرض موقتي وتل هم يقيني کړي.

دې وزيرانو د ولسي مرګژوبلې په اړه اندېښنه ښودلې او پر فلسطيني وسله والې ډلې حماس يې هم غږ کړی دی چې اسرایيلي يرغماليان خوشې کړي.

په غزه کې د روغتیا وزارت وايي، د مارچ ۱۸مې په حملو کې تر ۴۰۰ زیات فلسطینیان وژل شوي دي.

د اسراییلو د دفاع وزیر د مارچ پر ۱۹مه خبرداری ورکړ چې که حماس پاتې یرغملیان خوشې نه کړي او د غزې کنټرول پرې نه ږدي نو پر سیمه به حملې "په داسې شدت" زیاتې کړي چې "ساری به نه لري."

د امريکا او اروپايې ټولنې لخوا ترهګرې ګرځول شوې ډلې حماس د مارچ پر ۱۸مه تر بمبارۍ وروسته وویل چې اسراییلو نه یوازې د اوربند له هوکړې سرغړونه کړې ده بلکې په غزه کې یې ۵۹ یرغملیان له نامعلوم برخلیک سره مخامخ کړي دي.

XS
SM
MD
LG