د اوکراین چارواکو ويلي دي چې روسیې یې پر خاوره هوايي بریدونو ته دوام ورکړی چې پکې "ولسي وګړي" وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د نړۍ یوشمېر هېوادونه په اوکراین کې د احتمالي اوربند په اړه بحث کوي او د مارچ پر ۲۲مه د زپورېژیا په سیمه کې په بریدونو کې د یوې کورنۍ درې غړي ووژل شول.
چارواکو وویل چې د مارچ پر ۲۳مه سهار وختي اوکرایني هوايي دفاع نظام د روسیې یو ډرون الوتکه وویشته. دوی وايي، د هغې الوتکې برخې په پلازمېنه کییف کې پر یو اپارتمان پرېوتې چې له کبله یې اور ولګېد او پکې یوه ښځه ووژل شوه. دوی وايي، د پېښې له کبله شاوخوا ۳۰ کسان د سیمې پرېښودو ته اړ شول.
اوکرایني چارواکي زیاتوي چې د مارچ پر ۲۲مه شپې مهال د کییف پر هولوسیېفسکي سیمه کې په یو برید کې یو کس ووژل شو، خو په دې اړه یې نور معلومات نه دي ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین د مارچ پر ۱۸مه له خپل امریکايي سیال ډانلډ ټرمپ سره په ټېلېفوني خبرو کې ومنله چې تر ۳۰ ورځو د اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو او بېخبنا (انفراسټرکچر) بریدونه دروي.
تر دې یوه ورځ وروسته ولسمشر ټرمپ خپل اوکرایني سیال وولودیمیر زېلېنسکي سره په ټېلېفوني خبرو کې هغه ته وړاندیز وکړ چې د اوکراین د برېښناکوټونو ملکیت امریکا ته وسپاري چې ښه حفاظت یې وکړای شي.