د امريکې د نړيوالو رسنيوو ادارې (يو اېس اې جي اېم) ژمنه کړې چې د کانګریس لخوا ورکړل شوې بودیجې یوه برخه به ازادې اروپا راډيو ته ورکړي.
دا ژمنه د هغې قضیې تر اورېدنې لږه مخکې وشوه چې د ازادې اروپا راډيو د امريکايي حکومت لخوا د وفاقي بوديجې د ختمولو د هڅې پر ضد عدالت ته وړې ده.
د مارچ په ۲۴مه نېټه په شوې دې اقدام سره، به د ازادې اروپا راډيو نږدې اووه نیم مېلیونه ډالر ترلاسه کړي. يو اېس اې جي اېم په عدالت کې جمع کړي ليک کې ويلي چې د مارچ تر ۲۶مې پورې د پیسو د ورکړې لپاره په سمدستي ډول اداري اقدامات ترسره او ازادې اروپا راډيو ته به د روانې مياشتې تر اخره دا پیسې ورسېږي.
مشال راډيو د ازادې اروپا راډيو برخه ده. د هغې بوديجې بنديدلو د ازادې اروپا راډيو خپرونې د ودرېدو له خطر سره مخ کړې وې.
په همدې حال کې د ازادې اروپا راډيو د ۲۰۲۵م بوديجوي کال د ټول هغه فنډ د اخیستو په لټه کې ده چې تر سېپټېمبر مياشت پورې دي. ازادې اروپا راډيو په دې لړ کې له عدالته د ابتدايي مرحلې د حکم غوښتنه کړې ده. تمه ده چې قاضي روايس لېمبرت به په دوو اونيوو کې پرېکړه واوروي چې هغه حکم وکړي او که نه؟
د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د مارچ پر ۱۴مه د يو فرمان په ترڅ کې د امريکا د رسنيوو د ادارې په ګډون د ۷ فيډرالي ادارو د ختمولو امر وکړ. تر دې وروسته د يو اېس اې جي اېم د سرپرست مشر د سلاکارې په توګه د ولسمشر ټرمپ لخوا ټاکل شوې، کېري لېک په يو خط کې وويل چې د ازادې اروپا راډيو فنډ ختموي. خو ازادې اروپا راډيو دا کار په ميليونونو خلک ريښتيني معلوماتو ته له لاسرسي محرولو او غیرقانوني وباله نو ځکه یې په عدالت کې مقدمه وکړه.