د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسحاق ډار: په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره باید خبرې دوام وکړي


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار

د پاکستان مرستيال وزيراعظم او د بهرنيو چارو وزیر اسحق ډار وايي په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره بايد خبرې اترې دوام وکړي.

په اسلام اباد کې د بهرنيو چارو وزارت د مارچ پر ۲۴مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې ډار دا خبرې په هغه ورځ د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي، صادق خان سره په ملاقات کې وکړي. صادق خان ډار ته خپل د کابل وروستي درې ورځني سفر په اړه معلومات ورکړل.

په دې وروستيو کې پاکستان په مسلسل ډول تور پورې کوي چې تحريک طالبان پاکستان له افغانستانه حملې کوي خو د افغان طالبانو حکومت یې پر ضد څه نه دي کړي.

په کابل کې د طالبانو حکومت او تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) دا تورونه بې بنياده بولي او وايي هغه وسله واله ډله په قبايلي سیمو کې شتون لري.


XS
SM
MD
LG