د لاسرسي ځای

تازه خبر

په جنوبي کوریا کې اورلګېدنې ۲۶ کسان وژلي دي


د کوریا ځنګلي چارو کارکوونکي له یو سړکه لاندې لګېدلی اور څاري - د مارچ ۲۷مې انځور.
د کوریا ځنګلي چارو کارکوونکي له یو سړکه لاندې لګېدلی اور څاري - د مارچ ۲۷مې انځور.

چارواکي وايي، په جنوبي کوریا کې لګېدلی اور لا هم غرغنډې وهي او د مارچ پر ۲۷مه یې زور دوه برابره زیات شوی دی.

د چارواکو په وینا، دا په هغه هېواد کې د اور لګېدنې تر ټولو بده پېښه ده چې پکې لږ تر لږه ۲۶ تنه وژل شوي او لرغوني مندرونه پکې سوځېدلي دي.

رویټرز او د فرانسې خبري اژانس ویلي دي چې اور لومړی د مارچ پر ۲۶مه په مرکزي اويسیونګ سیمه کې ولګېد چې له ۸۱،۰۰۰ اېکړو زیاته ځمکه یې په ولکه کې اخیستې ده.

د جنوبي کوریا مرستیال ولسمشر هان دوک سو یوې حکومتي غونډې ته په وینا کې ویلي هېواد یې په بې ساري ډول د اور د ګړندي خپریدو له امله په ملي کچه د ډیرې مرګ ژوبلې سره لاس او ګرېوان او په بحراني حالت کې دی.

د هغه هېواد د خوندیتوب وزارت چارواکو ویلي، په هغو درو سیمو کې چې اور لګېدلی، له ۱۲۰ څخه زیات هېلیکاپټرونه په اوروژنه بوخت دي.

په جنوبي کوریا کې زیاتره سیمې غرییزي دي نو ځکه هلته د اور وژنې لپاره هېلیکاپټرې کارول کېږي.

XS
SM
MD
LG