د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوتین وړاندیز کړی چې اوکراین د لنډمهالې نړیوالې ادارې تر واک لاندې راوستل کېدای شي


پوتین د مارچ پر ۲۷مه په مورمانسک کې په اټومي انرژۍ د چلېدونکي اوبتل پرانیستغونډې پر مهال.
پوتین د مارچ پر ۲۷مه په مورمانسک کې په اټومي انرژۍ د چلېدونکي اوبتل پرانیستغونډې پر مهال.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وړاندیز کړی چې اوکراین د لنډمهالې نړیوالې ادارې تر واک لاندې راوستل کېدای شي چې دا ډول هلته د انتخاباتو ترسره کېدو او ورسره د مهمو تړونونو لاسلیک ته زمینه برابره شي.

د روسي خبري اژانسونو د راپورونو له مخې، پوتين دا څرګندونې د مارچ پر ۲۸مه په مورمانسک کې د روسيې د سمندري ځواک له سرتېرو سره د لیدنې پر مهال کړې دي.

ده وویل، د دې ډول موقتي ادارې اوږدمهاله هدف به د جګړې ختمولو لپاره یوې هوکړې ته رسېدل وي.

پوتین مخکې وویل: "دا یوازې یو انتخاب دی. زه نه وایم چې نور انتخابونه نه شته."

ده وویل، نظر یې کېدای شي د "ملګرو ملتونو، امريکا، اروپايي هېوادونو" او همداراز د روسیې له "ملګرو او شریکانو" سره د همکارۍ په چوکاټ کې عملي شي.

د پوتین په وینا، د دې مقصد به دا وي چې په اوکراین کې "جمهوري انتخابات ترسره شي، یو داسې وړ حکومت واک ته ورسېږي چې د خلکو باور ترلاسه کړي، او بیا ورسره د سولې د تړون په اړه خبرې پیل شي."

هغه یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د اوکراین اوسنی مشرتابه "غیر مشروع ګڼي" او له همدې امله له هغوی سره د هر ډول سند لاسلیکولو ته چمتو نه دی، خو نوموړي د سولې هوکړې ته د روسیې چمتووالی وښود.

روسي ولسمشر دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې د مارچ پر ۲۷مه د څه باندې ۳۰ هېوادونو مشران په پاریس کې ورغونډ شوي ول چې په اوکراین کې د روانې جګړې په ډګر کې دننه او بهر د هغه هېواد د دریځ پیاوړي کولو پر څرنګوالي وغږېږي.

پوتین همداراز وويل، باور لري چې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ "ریښتینې" هڅې کوي چې شخړه پای ته ورسوي، او د امریکا او روسیې د مرکچیانو ترمينځ د مستقیمو خبرو اترو لپاره د ټرمپ هڅو وښووله چې هغه سوله غواړي.

اوکراین لا رسماً د پوتین د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي. خو اوکرایني ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي په بیا بیا د سولې په اړه د پوتین پر نیت شک څرګند کړی دی.

نوموړي روانه میاشت د روسیې او امریکا د ولسمشرانو ترمینځ تر ټېلېفوني خبرو وروسته ویلي ول چې داښې ښکاري چې پوتین سولې ته لېواله نه دی او "جګړې ته دوام ورکول غواړي."

XS
SM
MD
LG