د برما (میانمار) پوځي واکمنانو تر یوې زورورې زلزلې وروسته د نړیوالو بشري مرستو غوښتنه کړې ده او د هېواد په شپږو سیمو کې یې بیړنی حالت اعلان کړی دی.
د فرانسې خبري اژانس د مارچ پر ۲۸مه تر زلزلې وروسته د پوځي حکومت مشر مېن اونګ هلېنګ ولید چې د پلازمېنې نېپيډاو په یو روغتون کې تر درملنې لاندې د ټپیانو لیدو ته ورغی.
تر اوسه په برما کې په زلزله کې د مرګژوبلې شمېر معلوم نه دی خو پر رېښتر پیمانه یې شدت ۷.۷ ښوول کېږي.
رویټرز اژانس وايي چې د برما ترڅنګ زلزلې ګاونډی تایلینډ هم لړزولی دی او په پلازمېنه بینګکاک کې ځینې ودانۍ ړنګې او زیانمنې شوې دي.
د برما پوځي حکومت ویاند زاو مېن تون په روغتون کې د فرانسې خبري اژانس ته وویل: "موږ غواړو چې نړیواله ټولنه ژر تر ژره بشري مرستې وکړي."
پوځي حکومت په یو بیان کې ویلي دي چې په شپږو سیمو ساګېنګ، منډالې، مګوې، شمال ختیز شان ولایت، نېپیډاو او باګو کې بیړنی حالت نافذ دی.
زو مېن تون زیاته کړه چې په منډالې، نېپیډاو او ساګېنګ کې ژوبلو ته د وینې ورکولو اړتیا ده.
په برما کې پوځ د ۲۰۲۱ز کال په فبرورۍ کې کودتا وکړه چې پرضد یې پراخې مظاهرې وشوې. له هغه وخت راهیسې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د پوځ او وسلوالو ډلو ترمینځ نښتې کېږي او پکې وضعیت خراب دی.